طنزیه څلوریږی - ۱
محمود نظری
د ظلم ضد ، غوغا ستا حرکت دی
خدای وایي ستا حرکت زما برکت دی
ولاړ سه ته خپله غاړه خلاصه کړه
څه مالوم په نصیب دي کټ که چپرکت دی
***
تل رندان د ماجد د کتار په اول سر کې ولاړ وي
ځکه تل خر د اوښانو د کاروان په سر کې ولاړ وي
د اول قطار مانا ده: تر ټولو متقي او دیندار یم!
تل خوشايي د شیدو د دیګو پر سر کې ولاړ وي؟
***
انسان خورا کوچنی دی سوچ یي کچه دی
د خدای د لویي قیاس لا ورته ډیر کچه دی
لوی خدای د انسان له قیاسه ډیر لوړ دی، ډیر
د انسان سوچ کي د خدای د تجسم کار کچه دی
کچه (اووم ، لږ، ناوړه)
***
Comments