طنزیه څلوریږی -۱۰
محمود نظری
هغه چې نه مني خپل دود او دستور
ټپوس دی که څه ځان ته وایي باتور
ښه بوی نه پټیږي په پټو، ځان خپله ښیي
هر څوک پوهیږي په بوی د اینجی او کستور
کستور( مشک)، باتور( عقاب)، اینجه ( بدبویه نبات دی )
***
ظلم ته غلی ناست هغه هم انډیوال د ظالم دی
هغه چې ظلم اسانه هضموي هغه هم ظالم دی
د ظالم په زړه کې ذره ځای هم د محبت نسته
په هر وطن کې چې ظلم وي هلته ولس ظالم دی
***
زموږ د دښمن اول اساسي برید پر تعلیم دی
دویم یي د پوپناه جال اچول پر عالم دی
درېیم یې دعوه لویه ان تر خدایي ده
څلورم د دین په خرقه کې پټ هر ظالم دی
خرقه ( چپنه )
***
Comments