طنزیه څلوریږی -۱۱
محمود نظري
په ډنګرو ماغزو او چنجنو سوچو نه شل کیږي
ښه واوره بیله لاس او پښو ښوریدو نه شل کیږي
که ناست یې اختیار د ږیری دي ټوله د چړي کیږي
بیله امیرثانی راتګه دلته دا نولس نه شل کیږي
***
دکه بازه ! د قبر عذاب نسته
د اخیرت حساب او کتاب نسته
چی خدای رحمن او رحیم دی
هلته بخښنه ده حساب نسته
***
په سیند کي پر یوه ولاړه ونه ناسته ده
په اوبو کې یوه سمسره یې په تمه ناسته ده
د سیند یوې خواته زمری بلي ته پړانګ دی
دا خواره افغانه ده د سوچونو په ونه ناسته ده
***
Comentarios