طنزیه څلوریږی -۱۲
محمود نظري
هر بې ثمره چې ډیر ژر لوړ سي هسي ژر نړېږي
دچنار ونه چې ډیره ژر نیغه نیغه سي هسي ژرماتیږي
تاک چې په اوښکو دهر څاڅکي یې غم ورکیږي
که څه کوږوږ دی د نورو پر اوږو هسي ژر سپریږي
***
هسې افغان نه پوهیږي په خپل ژړا خاندي
لکه تازه سکاره چي د کباب په ژړا خاندي
طالب دمدرسې اوس د وطن چکله چلوي
دلته جاهلان د پوهانواستادانو په ژړا خاندي
***
چې ظلم ته ونه دریږې هغه نه دریږي
چي سپي ته ونه دریږې هغه نه دریږي
هر بد کار ته له اوله دریدل په کار دي
وخت ته مه دریږه ګرانه هغه نه دریږي
***
Comments