طنزیه څلوریږی -۱۳
محمود نظري
ملت خوار کب سوی په ژړا یې څوک نه پوهیږي
ولس سویې سوی په رویا يې څوک نه پوهیږي
جاهلان بې وخته اذانونه کوي لکه مست کولنګي چرګان
ان څاڼي سوي په جنګ او ګډا یې څوک نه پوهیږي
څاڼی( هغه مارغه دی چی د شا دخوا په غولو جنګ کوی)
رویا ( خوب)
***
دنیا دلته موږ ته پرمختګ چټک نه غواړي
جاهلان هم دلته پیشرفت ټک په ټک نه غواړي
خپله هم یو ښه، مترقي نظام په قسمو نه منو
آیا کلوچ د سوچونه نویو کیدو ته څټک نه غواړي ؟!
ټک په ټک ( ژر)، څټک( چکش)
***
دنیا پر مخ ځي موږ په پټو سترګو تر شا ځو
دنیا په راسته خوا موږ بیا په چپه خوا ځو
دنیا د سبا سوچ کوي موږ یو د پرون په سوچوکې
هغوی په ړونو سترګو په ژړا موږ په پټو په خندا ځو
***
Комментарии