طنزیه څلوریږی-۱۴
محمود نظري
د جاهل غلت عمل ته کله آه ناره په کار ده
کوڼ مست ته کله رباب او نغاره په کار ده
له لوږې دي مړه ټول اهل کاران کړه جاهله
ستا کړو ته لکه سینما تپه تیاره په کار ده
***
په یوه ختا لکه فرعون درنه حکومت ځي
په یو غرور لکه قارون درنه دولت ځي
ته په دې چمو لا باوري په تګ د جنت یي؟!
په یوه ګناه لکه شیطان درنه روحانیت ځي
***
دلته په آبادۍ نه په ډوډۍ جنګ دی
په اسلام نه په خرمنډۍ جنګ دی
اسلام له یوه غاره په ادارې نه چلیږي
دلته د اسلام په چارلنډۍ جنګ دی
خرمنډۍ (خر مستی )،چارلنډۍ( رشخند)
***
Comentários