طنزیه څلوریږی-۱۶
محمود نظري
زړښت
اې زړښته! ته په ما څه چمونه کوې
هغه چې ناروا دي هغه ظلمونه کوې
کله مي سر کله مي لاسونه رېږدوې
اې نامرده ولي نامردانه وارونه کوې؟
***
یوه یوه د بدن پرزه مي له کاره وځي
یوه یوه کړنه مي له خپله اختیاره وځي
یو اندام مي پوره خپل کار نه کوي
پرهر بالښت مي څره د خورهار وځي
څره ( د چوکیدار د بیداري ناره)
***
څه کانې راکوې اې دورانه د پيري
څوک مي نه مني د خدای روی او زاري
داسې چمونه راکیږي چې ویلای نسم
دا دوران د ټوخ ټوخ او خبرو دی نه کاري
***
Comentarios