طنزیه څلوریږی -۲
محمود نظری
بخیل خپل پخواني وراسته سوچونه کله غورځوي
هغه خپل د وخت تیر زاړه سوچونه کله غوروي
هغه ورځ د قدر ده که ونو وراسته ښاخونه وغورځول
بیا به لکه پوجي سوي ګلاب وطن بیا نوی ګلونه غوړوي
***
شوده ته پند او جاهل سره ګړچه مه کوه
د دوه مخي سره دوستي ملګري د پراچه مه کوه
د جاهل انسان مغز تل د منفي سوچونو خزانه ده
هیڅ وخت کار د کوم جاهل د چمچه مه کوه
ګړچه( بحث)، پراچه(چالاک)
**
هغه چې ډیر وایي، کوم کار نه کوي
چې کار کوي هغه دومره ګفتار نه کوي
د بند ذهن خبرې لکه د خوسا ډنډ لوشي دي
وچه ونه هیچکله سایه هم بار نه کوي
***
Comments