طنزیه څلوریږی -۲۱
محمود نظري
دیکتاتور هغه وژني چې له کوګله يې له درده انګولا بهر سي
بخیل مري چې د ګاونډ له کولکه یې دود هر بېګاه بهر سي
انسان انسان دی بیله انسانیته بل هیڅ کرامت نه لري
اسمانونه سوځي چې د غریب له زړه یې یوه سوې آه بهر سي
***
هغه چې نه تړل کیږي هغه د خلکو خولې دي
هغه چې نه درول کیږي هغه د مهاجرو پښې دي
رزق چې هرچیري درته لیکل سوی هورې پسې ځغلې
هغو ته نه رسیږي چې میخ سوی يې وچي کولمې دي
***
دنیا ګلزاره کیږي چې ټوله ومني خدای یو دی
تل د جنت د ټیکه دارو د عقلانو سره خو دی
په ماشو کې چارکنجه ډبره نه ځغلي د نوروهم خنډ وي
له هغو سره ولي یومن سر ښوروې چې غنم ورته جو دی ؟
خو( چل)، جو ( اوربشي)
***
Comments