طنزیه څلوریږی-۲۲
محمود نظري
بی زینې بام ته ختل اخیر لوېدل لري
د زمری سره اوسیدل اخیر خوړل لري
هر کار چې کوې ملا بی سوچه یې کوه!
د مار سره لوبې کول اخیر چیچل لري
***
خدای مهربان دی بیا هم جاهل شک کوي
خدای عالم دی بیا هم جاهل شک کوي
بې باوره ساعتونه دعا کوي دا راکړه، هغه
تکراروي یوه دعا د خدای په اوریدو جاهل شک لري
***
دا زموږ مشران تر شیطانه لا لوړ په هوا کې ګرځي
ټوله ورځ له غروره لکه هوایي بوغۍ په فضا کې ګرځي
هر یو د دین په لومکو دلته اميران او میلیونران سول
عالمان پر مځکه او دا جاهیلان لوړ په خلا کې ګرځي
***
Comments