طنزیه څلوریږی-۲۳
محمود نظري
کله به اوار په دې یخي افغان د سولې شرک سي
ولي د هرزمري مغز مو لکه پوچ چارمغز کورک سي
په ځنګله کې راغلی خورا ډیر ډیر بد حالت دی
کله به ورک دا د هر اړخ جالونه د مچګیرک سي
شرک ( بړستن)، مچګیرک( غڼي)
***
موږ مسلمانان هر شی له ربه په امر غواړو
دا راکړه! هغه راکړه ! د هره دعا له ربه ثمر غواړو
دا چې دعا مو نه قبولیږي علت یې همدا دی
دنیا کې ان پياده ته لا څه، په کږیدو د کمر غواړو
کمر( ملا)
***
ښه غوږ نیسه، چې بیا غوږ ونه نیسې
خوار ته غوږ نیسه چي بیاغوږ ونه نیسې
د یو ملت دسترخوان په خیرات کله ډکېږي
په غریبي شکر کله غیرت دی که غوږ ونه نیسې
غوږنیول( پښیمانه کیدل)
***
Comments