طنزیه څلوریږی-۲۴
محمود نظري
له هغه ملته چې په فقر بسیا دی تښته
له هغه ملته چې په فقر په الحمدالله دی تښته
فقر په کار ختمیږي نه دعاوو او لاس لپه ولو
له هغه چې ښه ژوند یې تړلی په دعا دی تښته
بسیا ( قانع)
***
د ځینو درناوی د هغه سپکاوی دی
دهغه په ګومان هغه ستر ستروی دی
ښه یاران په تیاره کې لکه شوبیني تسبې دي
نه هغه یاران چې درسره یې تل تاوی ماوی دی
ستر وی( غټ سړی)،تاوی ماوی( شخړه)
***
ورغلم ماجت ته چي د پساتیانو شکایت وکړم
ښو خلکو ته د واکمنو د بدو کړو حکایت وکړم
هغه ظالمان ټول د ماجت په اول کتار کي ولاړ وه
نه پوهیدم په دې ښو بسلمانانو که ځان تولانت وکړم؟
***
Comments