طنزیه څلوریږی-۲۵
محمود نظري
پوه هرومرو پرمخ، ناپوه هرومر تر شا ځي
د چا نه مني کندې ته تر لوېدو هرومرو تر شا ځي
ناپوه لکه چکله پوري وهل او ډنډه پنج غواړي
عجبه زموږ واکمن د ناپوهو په چکو هرومرو تر شا ځي
چکو( چکچکی)
***
پوه ژوندی ، جاهل هم مړ بوله
مړ چي راژوندی سي هغه هم مړ بوله
هغه سترګې څه په کار چې مغز یې پوچ وي
هر بې مغزه پرون مړ نن مړ سبا هم مړ بوله
***
د پيری داسې درد دی چې درمان نه لري
داسې دوران دی لکه چې فلان د سمان نه لري
بیله عبادت او دعا بل کار ورته پيغور سی
لکه ژړه پاڼه د خزان لویدل یې ارمان نه لري
فلان دسمان ( پټ اندام)
***
Comments