طنزیه څلوریږی-۲۷
محمود نظري
جاهل کله هم دا وطن ودان چټک نه غواړي
پوهان کله هم په سوله کې راتګ ته مخپیټک نه غواړي
که خدای کول افغانان به جاهلانو ته یو لاس سي!
د جاهلو کله هم شړل ژوندی ولس ته یو بنټک نه غواړي
بنټک( انپلق)
***
ژوند د غلامي لپاره نه دی
ژوند د لاعلمي لپاره نه دی
ژوند لکه موچۍ له ګلانو خوند اخیستل دي
ژوند د غدار د لاس بوسي لپاره نه دی
موچۍ( دشاتو مچی)
***
خدای غیب لري د هغه ویل کله زمان پیژني
بنده غیب نه لري هغه د خپل وخت زمان پيژني
هر موجود په دنیا کې د خپل حد پورې توان لري
جاهل د خدای نه، د بنده خبرې د هر زمان پیژني
***
Comments