طنزیه څلوریږی- ۲۸
محمود نظري
زما درد په درواغو مه ارام وه
هر روا شی ماته مه حرام وه
په رښتیا ویلو مي ازار ښه دی
په درواغو خپل هر نا روا مه اکرام وه
اکرام ( عزت ورکونه )***
دا دی عقل، خلک وږي تاسو مدرسې جوړوئ
اخته یاست د پوهانو د شړلو دسیسې جوړوئ
دا د دین ستني دي لکه جزګی ترې تښته، یا به
لکه کربوړۍ د هغه په رنګ ځان هغسې جوړوئ
کربوړی( بوقلمون ، چي رنګونه بدلوی)
***
ملته جاهل ته خبرې نه، شلاخه په کار ده
مار چیچلي ته چی ویده نسی چپلاخه په کار ده
جاهل بیله وهلولولکه خر په بل څه نه پوهیږي
جاهل ټه لکه مار ستا ژبه دوه ښاخه په کار ده
***
Comments