طنزیه څلوریږی -۳
محمود نظری
نامرده له خوږ ګوته مي مه نیسه درد کوي
اوس د خوږ ګوټي نیول دلته هرمرد کوي
په ټیټه سترګه زما ډنګروالی ته مه ګوره
واوره هر ډنګر نی ژړا او نوا د بل په درد کوي
***
هغه کار چې په ادا نه کیږي په دعا کیږي
هغه کار چې په دعا نه کیږي په مداوا کیږي
هر شی خپل خپل دود او دوده لري اې افغانه!
یوه یي بس ده دا ظالیم ته څومره ښرا کیږي!
دوده ( څاښت چی ناراوغ لګیږی)
***
نامردان په ښځو او انجنو لاس پورته کوي
په سپين ږیرو او رنځورو آس پورته کوي
نوم دي په تاریخ کې لیکل کیږي نامرده!
نامرد د خوارو حلقۍ ژبه په پلاس پورته کوي
Comments