طنزیه څلوریږی-۳۰
محمود نظري
جاهله! د افغان د جاهلیدو تیز ارمان دي ودر وه
د انجونو د زده کړې تیز زمان دي ودر وه
ستا مغز چې وده نه ده کړې زموږ څه ګناه ده
د افغانانو د پرمخ تګ تیز کاروان دي ودر وه
***
باد اوهوا ان هر خوار مړخوږک پړسوي
ان باد د اور بڅری او اور موږک پړسوي
نن د باد او هوا قدر لازم دی هر چا ته
په وتلود یو باد له زمری موږک جوړوي
مړخوږک( دسل ناروغ) اورموږک ( سمندر)
***
جاهل هغه چې سوچ کوي په هر څه پوهیږي
له هغه سړي تښه چي وایي په هر څه پوهیږي
همدې مغرورو نن خراب اوتراب کړي یو یارانو
اوس له ډاره منو رښتیا جاهلان په هر څه پوهیږي!
***
Σχόλια