طنزیه څلوریږی-۳۱
محمود نظري
جاهل ته تر هرڅه د جهالت جهان ښه ایسي
هغه ته کله د پوهې اوعدالت دوکان ښه ایسي
پوه له جاهله هیڅ کله ګیله نه کوي یارانو!
جاهل ته لکه ماشوم لوبه د پستان ښه ایسي
پستان ( تی)
***
غر درواغ دا دي چې وايي زه درواغ نه وایم
زه تکي سپينی کوترې ته تک تورزاغ نه وایم
هر څوک د چا پسې څه وایي دا د خلکو عادت دی
مړ می کړه زه ښاره ته کله هم شین باغ نه وایم
ښاره( مالکینه مځکه)
***
په غریبي شکر بوله کوي
په تقدیر ختا وتل بدله کوي
بد واکمن اول دلربا اخیر وبا سي
په نر لا نارې د وږي بادګوله کوي
بوله ( کم عقل) ، بدله ( ساده )، بادګوله ( دنس درد)
***
Comentarios