طنزیه څلوریږی-۳۲
محمود نظري
افغان کله ډیر وخت ظلم ته صبور وي !
هر وخت کله له وطنه تښتي ته مجبور وي!
ځان مړ کوي کله له ظالمه په څلورو تښتي
شیرګني اخېړ وي که بونګ بونګ د یو زنبور وي
اخېړ ( کاګل)
***
غوړه مالان مو ټول د زور پسې ځي
دلته کله ورور د عاقل ورور پسې ځي
د هر ناپوه دلته کله پوهه خوښه ده
د بې عقل په تمه ان د ګور پسي ځي!!
ګور ( ځنګلی خر)
***
وايي :زوړ غویی په خوب کې ډیره کنجاړه ویني
ملا د زنانه پرسر له دښمنه ډیره ورکړه ویني
پېنځه په نوم عالمان په یوه خوله نه دي دلته
افغان کله د لور پر سر د بل بیوپار چنه ډیره ناګوړه ویني!
ناګوړه ( بد شکله) ورکړه ( خیرات)، بیوپار ( تجارت)
Comments