طنزیه څلوریږی-۳۳
محمود نظري
جاهل وایي: دنیا مسلمان ته یوه کوډله د ژړا ده
روا په جهان کې کله مسلمان ته وبله او خندا ده
ساز او خوښي کار د شیطان دی دې دنیا کي
د مسلمانانو ژړول او ځورول د شیطان بریا ده
وبله ( ګډا)، بوله ( ساده )
***
یو ملا جاهل وايي : زماسره د قبر د سوالو پارچه ده
له بل یې په غرور وايي : زماسره د جنت د سوالو پارچه ده
کتاب وایي په زرو کلو کې خپل امرونه پورته کوم نورلیږم
زموږ غوښتنه له الله نه بله د نویو سوالونو پارچه ده
***
شوده اول سر خلاصوه بیا خوله
غړکه د ژړا او خندا ده دا خوله
جاهل نېښ وهلو ته ژبه لکه مار ښوري
هغه ته دغشي کڅوڼه زهرخانه ده دا خوله***
Comments