طنزیه څلوریږی-۳۵
محمود نظري
موږ پالوانان ان د پرون درانه سوچونه پر اوږو ګرځوو
ځينې مو بیا نن ان د کرکې او غچ بارونه پر زړو ګرځوو
هر یو له دې پلنډو ستړی ستومانه او زهیر ښکاري
ځینې مو لا نن د اخیرت د اور انګارونه پر ژبو ګرځوو
***
د ځان ټوله هیواد بولي دلته یوه ډله
د جهان نه مني بین المللی ببولاله او بدله
د خبرو یې داسي بوی ځي لکه مکان
که څه واجب ده پرېولل پنځه ځله خوله خپله
***
آزاد یو؛ خو دواړه لېچې مو تړلي
هر چیري تلای سو؛ خو پښې مو تړلي
دا موښه قسمت دی چې له وېري یو ګونګیان
ان آزادي د بیان لرو، خو خولې مو تړلي
***
Comments