طنزیه څلوریږی-۳۶
محمود نظري
که شیطان نه وای ټوله دنیا به مسلمانان وای
انسانان به ټول وګړي د اسلامي جهان وای
تا ته ټول مالوم دي خدایه ! څه اړتیا امتحان ته؟؟؟
نه به جنګ جګړه دنیا کې وای نه به جاهلان وای
***
د دنیا تجارت د بدو شيانو په ښه اعلان چلیږي
په سادګانو د دین تجارت اسانه هر زمان چلیږي
د دین ټیکه داران په خپلو بدو شیانو ټاپه د دین وهي
پوه خلک پوهیږي دا بلا تر ننه په راسته د افغان چلیږي
راسته ( لاره)
***
دلته مکار واکمن ځان اچولی په لیونتوب دی
د دې کوڼ او ړوند کله له ولس سره انسانیتوب دی
نه د دنیا د قانون غرغره مني نه د خپلو نغاره
غوړپالي داسې ګڼي دا سیاست هم دوغله توب دی
غوړپالی ( ټوکی) ،دوغله توب( منافقی )
***
Comentários