طنزیه څلوریږی-۳۷
محمود نظري
انسان لڅ پڅ دنیا ته راغلی بیرته ځي لڅ پڅ
کله لري د اخیرت له سوچونو تر مرګه دماغي ګورلڅ
ځینې شوده ګان ان د مداري لا په خیټې افسانو ژاړي
د دیني تاجرانو چهره لکه پنکوین ده مخ سپين شا تور پلڅ
ګورلڅ( روغتیا)،پلڅ( ګڼ وېښته)
***
په هر کوچني غم سوچ کوه چې غټ کټ نه سي
د هر کوچني تربیه اول کوه چې ډر خمټ نه سي
د مفتي کار د ښو بندول نه، لاره ورته پیدا کول دي
دهغه چا قدر کوه چې واک کي ماغزه څټ نه سي
خمټ( ټنډ)، ماغزه څټ ( فضولی خبری کوونکی )، غټ کټ (لوی)
***
موږ ناروغه خلک یو بې تب ټکور
هم د ړنا ړانده یو هم ټوله شبکور
زموږ د بیکارو په وینو شپږې ځان ټنډوي
مسګر ته لکه لوښې چپ، خپله په کاړوکور
تب ټکور(علاج)، کاړ وکور (د خالی لوښو د جنګیدو ږغونه)
***
Comentários