طنزیه څلوریږی- ۳۸
محمود نظري
له ماشوم سره دهغه د سوچ برابرلوبې خوشحالي لري
د هغه له سوچه لوړلوبې کول خورا خواخپوروالي لري
د چا ترسوچ لوړڅه کولو ته کتاب چور لیونتوب وايي
د چا تر سوچ کښته څه کول ماشومتوب دی کنډوالي لري
خواخپوروالی ( خپګان )، کنډوالی( نقصان)
***
د ماشوم خپله سوې ژړا وسله ده
د ملا په ممبر لوړه دعا وسله ده
عالم د دې وطن وسله نه لري
جاهل ته د کافرملا فتوا وسله ده
***
داسې کار کوه لکه سبا چې ورځ د قیامت وي
څوک نه پوهیږي چې کومه ورځ د قیامت وي
په قیامت سوچ مه کوه که د نوح ژوند غواړې
ځکه خدای ویلي لکه همدا نن به ورځ د قیامت وي
***
Commenti