طنزیه څلوریږی-۳۹
محمود نظري
سپک لکه ډنګرخر د عزت دروند بار وړای نسي
غوسه من لکه زوړخر د خپل پرېکړې بار وړای نسي
خبرې له جاهل سره لکه هندي سمبوسې ترخې وي
جاهل ولي د ناپوه درون بار وړای د پوه سپک بار وړای نسي؟!
***
جاهل چې واکمن سي سیده د خلکو تربور سي
چې هرڅه یې چوخوې هغه لا چوربور سي
د نیم پوه نیم نا پوه د اوتوبوتو دي خدای ساته!
هغه غواړي سپين کړي؛ خو له بیعقلې بور سي
چوربور(مغرور)، بور ( خړ)
***
دلته چې یو پوه واکمن سي اوتومات غلاغوندک سي
د حیواناتو اوانسانانو وینو ته اتومات خمندک سي
غوړمالان یې په خدایی قسمونه خوري په صفت يې نه مړیږي
ان شیطان لا دهغه شیطاني فتواو ته اودس مات هک دک سي
غلاغوندک( غل) ،خمندک( منګور)، هک دک (حیران)
***
Comments