طنزیه څلوریږی -۴
محمود نظری
د خدای شکر، ګناه وزن نه لري
یا ښکرونه لکه ګوزن نه لري
ډیر پيران به وه غرڅه، یا لویه ډبره
ګناه پوه ته غر، نادان ته وزن د سوزن نه لري
***
مسلمان، کافر د عصري علم نه دی
ځکه عالم خدای پلوي دبې علم نه دی
دنیا الله په خپل علم جوړه کړې ده
آیا قران ټوله ډک له علم نه دی؟
***
د خلکو ازار د خدای ازار دی
خدای ته ستا یو ازار هراز دی
ته به د کومي لارې جنت ته ځې
چې عالم خدای یې ګمارلی څوکیدار دی
***
Comments