طنزیه څلوریږی-۴۰
محمود نظري
دا زموږ ساده لغړ طالب هر فن مولا سو
ډاکټرسو، انجینر سو،هره بلا سوا د ملا سو
ترافیک ، جنرال، مس ګر. لیم کار، وزیر
لا د کان پیاده مقام ته په هڅه او واویلا سو
***
دلته د افغان پر اوږو ګرځېدلی؛ هر لوی غل دی
د خلکو د زړونو پر تخت ناست؛ هر لوی درغل دی
چې زما یادیږي غله دا د وطن چکله تر اوسه چلوي
غلاته جاهل غنیمت وایي نو هغوته هر غول برغل دی
برغل ( یو ډول خواږه)
***
د بدرنګو خلکو ډیره بد رنګي خوښه ده
د ښایستو خلکو کله بد رنګي خوښه ده
د سینګارځایونو بندول عجب ویاړلۍ کار دی ؟
دا عجب کار ډیر د پمن پک دهاتي خوښه ده
***
Opmerkingen