طنزیه څلوریږی -۴۱
محمود نظري
که کوږ ته کوږ ووایې، پوهان درته بد وايي یا ځان تیروي
که ووایې ناپوه ته هغه چي د روا په نوم خنزیران تیروي
هغه په سر درسره جنګیږي او دا توره ټاپه بولي
ان هغه چې په یوه سترګه لکه دجال ټول جهان تیروي
***
ورځ تر ورځي هر ګډ وډ شی سوچه کیږي
نن په عصری پوهې هرشی سوچه کیږي
د سوچه شی زور زر چنده سوا سي
کله به زموږ دین له هر خشی سوچه کیږي
خشی( چټیاټ)
***
د جاهلو واکمنو دربار په جهالت چلیږي
د احمقو کاروبار ښه په احماقت چلیږي
له جاهله کله هم تمه مه کوه د پوه والي
اوس د افغان د نس پکه په بادو د جهالت چلیږي
***
Comments