طنزیه څلوریږی-۴۲
محمود نظري
زه نه یم د جهالت د لارې راروی
د جهالت په لارې کله رهي یم بېډوی
دا چې کومي خواته ځم نه پوهیږم
یو پوه را کې نسته چې د هغه شم تاوی
بېډوی( بی سوچه)،تاوی( تابع)، راروی ( په لاره تلونکی)
***
په جاهلوو کي موچندان سړی نه سته
په مړو کې ترهریوه جاویدان مړی نه سته
لیوني ته سد خپله لیونتوب دی یارانو
په پوهانو کې یو د مېدان سړی نه سته
***
د طالبانو یوازي د المنکر فابریکه چالانه ده
د ټوپک په زور یې هر چا ته پټکه چالانه ده
لیوانو ته چا تر اوسه ښوروا پخه کړې ده؟!
زموږ تر اوسه د جهل د دیګ اور ته پکه چالانه ده
***
***
Commentaires