طنزیه څلوریږی-۴۴
محمود نظري
هر وخت چې په درد چپ سوې، چټ سوې
افغانه ! هر وخت د بې علمي د لاسه کیچټ سوې
هر یو چې راسي په پخوانيو تورغوړ لاس پاکوي
ډیموکراتیکه! ته ولي کار ته کوچټ او غلا ته چټ سوې؟
چټ (برباد، مست ځوان)، کیچټ( خراب)،کوچټ( هلکان)
***
صبر د ډیرو ناروغیو انتي بیوتیک دی
جاهل سادو ته تر هرڅه بد ډیموکراتیک دی
د ځینو خبرې به دي لکه برېښنا ونیسي
دلته د بینایانو په شورا کې د ټپ ړندو نظر ټیک دی
ټیک(سم)
***
صادق نه يي چې پر ټولو بدګمان یې
مسلمان نه یې چې د کافر په فرمان یې؟
ته به تر کله هر وخت نوی ټپونه راکوې
ته ماته ښیښه یې په لاس کې کله درمان یې
***
Comments