طنزیه څلوریږی-۴۵
محمود نظري
د نری رنځ ناروغه خلک یو بې تب ټکور
هم د ړنا ړانده یو هم ټوله یو شبکور
موږ لټان ان د مچانو د کشه نه یو
تور دیګونه یومسګرته پراته، بې کاړوکور
تب ټکور(علاج)، کاړ وکور (د خالی لوښو د جنګیدو ږغونه)
***
راځئ مسلمانانو اسلام د ریا له پنجو وساتو
د اسلام په نوم دا وطن د ګوبا له ټوټکو وساتو
هر یو مو په لاسو کې مروړی لکه استمبول
خدایه! موږڅنګه ځان د دنیا له بالو وساتو؟!
بالو( زهر، بد بختی)، ګوبا( کم عقله ښځه)، ټوټکه ( کوډه)
داړه ( غاښ) استمبول( لکه نارنج داسې میوه ده چې ښه بوی کوی)
***
په حیواناتو کې هغه چې مړېده نه لري انسان دی
لیوه چي ښه وږی نه سي برید ورته لیري د وجدان دی
زمری لا په ښکار کې د کوږانو او ټپوسانو برخه پریږدي
زمری واړه او امیدواره ژوی نه وژني کله لکه انسان دی
***
Commentaires