طنزیه څلوریږی-۴۶
محمود نظري
دلته د دین په نامه خلک لکه غوا لوښل کیږي
د دین په پټو د حکومت هر جرم لکه پخوا پوښل کیږي
اصلي دین د دیني اصلی تجارانو لخوا یرغمل سوی
دغلتو باورو په جام کې د ودې وینه لکه زم زم بیابیا څښل کیږي
***
تا ته د دنیا هره لوړه خبره ټیز دی
ستا هر کار کله دنیا ته سماندیز دی
د غرور له تورغره په منډه راکښته سه
په سیاست کي دا ستا هر ډوزه دوه پیز دی
دوه پیز(دوه پیسې)، سماندیز( سم)، ډوزه ( درواغ)
***
مسلمانانو هله دنیاوالو د قران سپاري وسوځلې
زموږ جاهلو هم په مسجدوکې د قران پرکي وسوځلې
موږ څه د کافرانو کم یوموږ د مکتبونو ډیری کتابخانې سوي
موږ خپله ټوله دیني کتابونه اوالم نشرحي وسوځلې
پرکي ( قرانی پاڼې)
***
Comments