طنزیه څلوریږی-۴۷
محمود نظري
که ما غلا وکړه زما بدن اس پاس پرې کړئ
په هغه چي غل نه وي زما لاس پرې کړئ
ما قاتل په دار کړه ؛ خو یو وصیت لرم
چې قاتل نه وي سر زما دهغه په لاس پرې کړئ
***
ته کله تړلای سې زما د خوشحالي بازار
زما په زړه کي دی زما د خوشحالي بازار
غم پورته کول زما زړه ته ډیر ناشونی دی
د بی وره ,ور بندول زما د خوشحالي بازار
***
زما له تږې ژبه راوتلې ده ته وایي : نکټایي حرامه ده
زما واده دی ته وایي ګوره : واده کې خوشحالي حرامه ده
زه اولاد ته یوه ګوله ډوډۍ غواړم ،ته وایي ګوره:!
ډوډۍ له پورته غواړه، دلته تر بربنډ لا دریشي حرامه ده
***
Comments