طنزیه څلوریږی- ۴۸
محمود نظري
ټولنه کي تر پوهو ډیر ناپوه دي
مځه د ډیرو پسې چې ناپوه دي
هغه چې یوازې د جنت لپاره ژوند کوي
داسې خلک تر ټولو خلکو ناپوه دي
***
که د تیرو کیسو په شخوند ځان خلاصوې، هیڅ نه یې!
که د سبا په ویاړونو خیال پلوونه وهي، هیڅ نه یې!
د ځان کرامت دي ووایه که رښتیا نر یې نر، چې نه یې
که د بل په غیږ کې ناست باټې ولې ،هر څه يي!
***
په ناپوه ټولنه کي رښتیا ویونکی یوازې وي
لکه آس هیڅکله نه کښېني که په ګله یا یوازې وي
ساده په یوه لاره سل واري لا ډیر دوکه خوري
ښه مسلمان هغه چې عبادت کوي چې یوازې وي
ګله ( پاده ، رمه)
Comments