طنزیه څلوریږی-۴۹
محمود نظري
له هغه تښته چې له زمان سره یې بدلون نه دی کړی
هر څه یې تغیر کړی خو مغز یې چندان بدلون نه دی کړی
هر یو د خپلې خیټې په ژړو لوشو کې تر ستوني لاهو دی
د چاله لاسه له زرو کلو راهیسي افغان بدلون نه دی کړی؟!
***
عبادت څه ګټه چي د خلکو حق خورې
روژه نیسي غوښه د خلکو په ناحق خورې
کاشکي یوازې رښتیا نا پوه وای، جاهل وای
د دین په چمچه مرداري پر خلکو برناحق خورې
***
د خدای په نامه خپل بې ډوله کړه مه تړه
چې یو نرپیدا سي هغه ددین په بکېړه مه تړه
د دین په تلکه انسان مه نیسه ټول به حیوانان سي
خپل نس ناسته د خدای د دین په ارېړه مه تړه
بکېړه ( لانجه ، فتنه)
***
Comments