طنزیه څلوریږی- ۵
محمود نظری
که غواړې خدای وپیژنې آسمان ته ګوره
هلته بیا یو یو روښانه کهکشان ته ګوره
پوه به سې ته لږ ان تر ذرې یا قطرې یي
د غرور د غلبې مهال یووار قبرستان ته ګوره
***
هره ساز خپل ډول د نڅاه لري
هر یوچې ځي توبره تر شا لري
جاهل تر هغه ورته غورځي
چي په ځان کی څه سا لري
***
دلته غوراوی د نارینه د ښځو ښکلا ده
هلته غوراوی د نارینه د ښځو د ذهن ړنا ده
ښکلا د څه مدې وروسته ځي، نه دعلم ړنا
زموږد ښکلو ناپوه اولادو خرمستي قتل اوغلا ده
***
Yorumlar