طنزیه څلوریږی-۵۰
محمود نظري
درد لرو په خوله مو لاس نیولی چپ یو
ملت او حکومت دواړه په بدو چپ راچپ یو
کله به د خلکو دولت جوړیږي دا مالومه نه ده
شاید هغه وخت وي چې موږ رومیان ټول کیچپ یو
کیچپ( د رومیانو روب)
***
عجبه ستا زورور غیږه له کمزوره سره ده
ستا ټوله پالواني زما له مور خوره سره ده
زما مور او خور هم چندان بې زوره نه دي
ناپوه ستا دا شیطاني فتنه اخیرله اوره سره ده
***
خپل منافق تر بهرني دښمن ډیر خطرناک دی
هغه له بټې تر ویښتو سراو زیر زهرناک دی
مړینه هغه ورځ پیل کیږي چې منافق ته چپ سې
د منافق هر ښه عمل پوهو ته ډیر سوزناک دی
Comments