طنزیه څلوریږی-۶
محمود نظری
نفرت کله کم د تورې د جنګ دی
ستا دا ظلم څه کم د اورنګ دی
زموږ نه، د دنیا مسلمانانو واوره
د منورو خلکو داسي کله فرهنګ دی
***
زموږ له وطنه سمدم او اسانه جوړسو زو
اهل نسته، هر شی کله جوړیږي په پو اوچو
جاهل کله مني چې پوهه تر جهالت ښه ده
دلته د جهالت دلاسه له هر مشره جوړ سو ډاکو
***
پلاره! اوس دي په قدرپوه سوم، چې پلار سوم
اوس پوه سوم چې تا غوندې زوړ او بیمار سوم
موري قدمونه دي مچوم ، یو وار په خوب کې راسه
اوس تاسو نه یاست زه هم برابر ستاسو په لار سوم
***
Comments