طنزیه څلوریږی-۷
محمود نظری
د خپله لاسه هر بد شی دي، په نصیب تړه
خوله دي مه تړه مچ ننوتل دي په نصیب تړه
خدای وایي ته ولاړسه زه دي پوري وهم
تل ویده یې د سیلاب وړل دی په نصیب تړه
***
که مبارزه کولای نسې منډه هم کمال دی
که څه ویلای نسې غوږنیول هم کمال دی
نه چې بلا ته پروت نه منډه کوې نه څه وايې
د جاهل په اشاره ستا ژوند کول هم کمال دی!
***
انسانیت انسان ته خپله یو دین دی
دا د حیواني خرافاتو تش یو دین دی
زړه ډبره نه ده روزګار یې ډبره کوي
انسانیت د هر زمان سره برابر یو دین دی
***
Commenti