طنزیه څلوریږی- ۸
محمود نظری
د پښتون هره خبره پخوا د فیل وزن لره
زموږ پلرونو په ټولنه کې د جرثقیل وزن لره
پخوا یې غیرت په کپان اوس یې په تله تلي
پخوا دې باد او هوا کله دومره بی دلیل وزن لره
***
افغانستان خوار بیمار دی په دعا نه جوړیږي
په دم اوچوف، خورده او څاښت د ملا نه جوړیږي
تیر تاریخ ګوره؛ خو په هغه کي ژوند مه کوه
جاهل لکه ویروس د ډاکټرانو په مداوا نه جوړیږي
***
ښاغلي کتابونه مو ډنګران سوه
کب نیونکي مو پاړوګران سوه
کبان یې په اوبو کې له ډوبیدو بچ کړه
خلک څه بهر، څه سوالګران سوه
پاړوګر( مار ګیر)
Comments