طنزیه څلوریږی-۹
محمود نظری
په زړه ښرا په خوله دعا درته کومه
په نوم مسلمان کافره ښرا درته کومه
تر سور کافر لا ته ډیر بد يي جاهله
دومره مي بد ایسې په ښو لا ښرا درته کوم
***
غوړمال ته رښتیا او دوکه یوه ده
هغه ته تور ممیز او خزدکه یوه ده
هغه په خپلو درواغو تر رښتیا باور لري
بله درته کوم دغوړمال او جاهل دکه یوه ده
دکه ( مکاری)
***
د خدای ومنه د انسان مه منه
د قران ومنه د هرنادان مه منه
هغه وخت مغز لکه څاه د لوشو پاکیږي
بیله خدایه هیڅ انسان سبحان مه منه
***
Comments