طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۱
محمود نظري
ولي لا څوسدۍ مخکې وخت کې ژوند کوې؟
ته د الوتکې او مبایل په وخت کې ژوند کوې؟
وسایل د ژوند نوی او سوچونه زاړه نه چلیږي
راووځه بهر ګوره په کوم وخت که ژوند کوې؟
سدۍ ( پیړۍ)
***
ټولې بدي خبرې لکه ډبرې لوړي آسماني ولې
ټوله خپل د کړو وړو باټې لوړې فضايي ولې
لږ مځکې ته دي د خبرو پتنګ را کښته کړه
ته ولي غوټې لکه پتنګ لوړې هوایي وهې
غوټه( ډوبول)
***
د دنیا د درواغو د سروزرومډال اتل ویانده!
څنګه نه شرمیږي په اغراق خپل ویانده!
یو وار دي سر بوین ګریوان ته کړه دننه
ته هم ځان لکه فرعون منې بې اجل ویانده!
***
Commentaires