top of page
Search

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۱۰

 

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۱۰


محمود نظري

 

که پوه له جاهل سره نه ځي په خچل یې کشا کشا بیايي

 که خر پر نابلده ځای او پل نه ځي په خچل یې تر شا بیايي

 ناروغه کله کله سالم دوستان هم ناروغوي، ماسک وتړه!

ښه نظام هغه دی پوهان په چلول ان تر امریکا تر شا بیایي

شوده ( ناپوه) ، خچل( پوری وهل )

***

لمر په روښنايي کې راخېږي  سپوږمۍ په تیاره کې!

 ټول ښه ستوري د شپې سترګګونه وي په تیاره کې!

هر چا ته یو بد او بل ته ښه دی  وګوره دخلکو عدالت

 سهار شمعه مړه کېږي په جرم د روښنايي په تیاره کې

***

په انسان چې د ژوند دایره تنګه سې له بهره سر راباسي

که په  ګل بوټي فضا  تنګه سي له بل وره سر راباسي

 بد سړی چې مړسي ولس ارام سي او په ښه هم خپله

 د نادان چې خوله خلاصه سي در و ګهر بهر سرراباسي

***

 

3 views

Recent Posts

See All

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ -۱۱

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ -۱۱ محمود نظري ژوند لکه د جنګ یو میدان  دی هلته د انسان د کړو امتحان دی د زړو او بدو سوچو لیري تښته تل خر ښه تر...

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۹

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۹ محمود نظري دا وطن تر هغه نه جوړیږي چي یو جاهل پاته وي په دې وطن کې کوم جاهل په نوم د عاقل پاته وي تر څو نر او...

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۷

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۷ محمود نظري هره بلاربونه وچ سترګي ده، خو د کانګرو له عالمه ماسیوا دعقلمندو کړه وړه ازادګي ده، خو د بېعقلو له...

Comments


bottom of page