طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۲
محمود نظري
نسته قران کي چي سر د خپل ضد ناس پرې کړئ
چې لوی غل وي په هغه د وړ غل لاس پرې کړئ
ته خپل دښمنان په دار وې ؛ خو یوه خبره کوم
چې قاتل نه وي ککرد قاتل دهغه په لاس پرې کړئ
ناس ( خلک)
***
جاهلان ښه پوهان شړی له وطنه
چې بې غمه سي ازلې له دښمنه
جاهل یوازې پوه خپل دښمنان بولي
د لاله ګلان شکوي د وطن له چمنه
***
دا دنیا جاهلانو ته یو مکان دی
هغه لکه د غوجلی یو حیوان دی
دی ساری ناروغی ټول وطن نیولی
تر اوسه یې چا پیدا کړي کله درمان دی
مکان ( بیت الخلا)
***
Comentários