طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۳
محمود نظري
غورازه موټر سر ځوړ روان دی،آه ! موټروان یې نسته
جاهل واکمن سرګردان روان دی،آه ! کومندان یې نسته
طالب مشران بهر روان هریخواته خپلې منظرې کوي
وطن مخ په زندان کیدو روان دی،آه ! هراسان یې نسته
هراس( ویره)
¯¯¯
ستا بې دریوره د غورازه موټر عرابه ستا په باټو څرخي
ستا ټوله ادارې سیاست او نظم بې قانونه په چټیاټو څرخي
په چکله کي ټول سپاره له یو بل سره اخته په کج غیږ دي
اداري څرخ ولاړ دی کله د ملا په علم صفر کیلوواټو څرخي
باټو ( لافو)، کج غیږ( هغه غیز چی وهل هم په کښې سته )
¯¯¯
موټر کی سپاره یو. له تورغره مخ کښته روان
نه بریک لري، نه اشترینګ لري نه موټروان
وګوره ناعلاجه افغانان د موټر پر سر او پاېدان
لکه وطن مو نه لري قانون ، بیرغ، حکمران
¯¯¯
Comments