طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۴
محمود نظري
دا دردونه لکه سره سیخونه زما بدن ته دي
دا دردونه لکه توند اورونه زما تن ته دي
که په غره برابر سي ، غر به چغې کړي
چوپ یم جهل لکه د مارنیښونه زما رېمن ته دي
رېمن( نیم ژوندی)
***
دلته ټول افغانان د پاکي هوا پسې په ځغستا دي
دلته د ډوډۍ ، دوا او سرپناه پسې په ځغستا دي
افغانان لکه دوه هم قطبه مقناطیس د یوبله تښتي
څو ک بهر د پوهې او ټرتاوا پسې په ځغستا دی
ټرتاوا( بی غمی)
***
واه جاهله! خپل سوچ اسلامي بولې؟
مانا دا علمي دین هم ډیر جاهلي بولې
په علمي دین تورلګول د سوچ بدنامي ده
ولي خپل سوچ لوړ ترعلم د خدایي بولې؟
***
Comments