طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۵
محمود نظري
که وطن ابادوې خپل سوچونه بدل کړه
که موټر چلوي تیزرفتار ته ګیرونه بدل کړه
په یو ګیر کله تر مقصده رسیږي جاهله!
له دنیا سره خپل وراسته خیالونه بدل کړه
***
دلته ګناهګار بې ګناه ته کوي عفوه!
غل د مال خاوند بې نوا ته کوي عفوه!
دا ښه چلن دی له خلکو سره د واکمنو
قاتلان یتیمانو او تالاوالا ته کوي عفوه!
تالاوالا( تباه سوو)
***
بې غیرته هغه دي درواغ وایي خپله یې ناسم مني
باغیرته هغه دي چې رښتیا وایي خپله یې سم مني
وطنونه په سپینو پټکیونه جوړیږي تارکونه غواړي
جاهلان هغه چې خپله درواغ وايي خپله یې سم مني
تارک ( د اوسپنی خول)
***
Comments