طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۶
محمود نظري
خپل د لوچکي آس د اسلام په ګاډۍ مه تړه
خپله ذاتي بد بویي دي په مشکونډۍ مه تړه
النمکره د ټولنې تر ټولو ښاغلی جاهل کس یې!
د دین ټول فرضونه د انجونو په پونډۍ مه تړه
مشکونډۍ ( مشکی هوسۍ)
***
هغه چې الله ویلي ملاجانه هغه ولاکه رانه واخلې!
د ښځو د کار او زده کړه حق ولاکه رانه واخلې!
تقاعدی نه درکوم، کار بیله جاهله، اهل ته نه ورکوم
له زموږه ستاسو د رټلو امتیاز ولاکه رانه واخلې!
***
جاهل لا ښاغلی جاهل کیږي سمېږي نه
وچ لرګی په کږېدوماتیږي کږېږي نه
جاهل: سرزوري ډیره ښه او دایمی ده!
اخیرسرزوره د زور تابع کیږي مړ کیږي نه
***
Commentaires