top of page
Search

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۹

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۹


محمود نظري

 

دا وطن تر هغه نه جوړیږي چي یو جاهل پاته وي

په دې وطن کې کوم جاهل په نوم د عاقل پاته وي

تر څو نر او ښځه عصري زده کړه ونه کړي دلته

وطن ترشا ځي که یو تورلاندې ترسپین ځل پاته وي

***

ترازو یوازې وزن ښیي وجدان نه

متر یوازې د چا قد ښیي ایمان نه

دهر چا درد د هغه تراخیر توانه وي

 اوښکه یوازې درد ښيي درمان نه

***

سیاست د درواغجن زوی دی رښتیا نه لري

د چا چې مغز تش وي خوله د خندا نه لري

له مړینې مه ویرېږه له  مړ وجدانه وویرېږه

خپله حرکت وکړه هر شی ته ګټه دعا نه لري

***

 

2 views

Recent Posts

See All

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ -۱۱

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ -۱۱ محمود نظري ژوند لکه د جنګ یو میدان  دی هلته د انسان د کړو امتحان دی د زړو او بدو سوچو لیري تښته تل خر ښه تر...

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۱۰

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۱۰ محمود نظري که پوه له جاهل سره نه ځي په خچل یې کشا کشا بیايي که خر پر نابلده ځای او پل نه ځي په خچل یې تر شا...

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۷

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۷ محمود نظري هره بلاربونه وچ سترګي ده، خو د کانګرو له عالمه ماسیوا دعقلمندو کړه وړه ازادګي ده، خو د بېعقلو له...

Comments


bottom of page