طنزیه څلوریږې-۱۷
محمود نظري
چې عقل نه لري هغه کله څه لري
ړوندو ته روښنايي بیا ګټه څه لري
د ړانده په هیڅ کار کې روښنايي نه سته
هغه بیله روښنايي بل کله څه لري
***
درواغجن انسان دلته ډیر ګران دی
دلته دروند نه، سپک ډیر ګران دی
د عقل مېټر مو سرچپه چلیږي افغانانو!
مسلمان ارزان خو اکتوریې ډیر ګران دی
***
هر ډول لرګی کله تنبور سي
چمباز په غرتو کله باتور سي
د چا عمر که د نوح وي لا ختمیږي
تاریخ کي ښه یادیږي چي زور ته صبور سي!!
***
Comentarios